د بخښنې سازمان له ايرانه غوښتي چې د جزا په قانون کې اصلاحات راولي
د بخښنې نړيوال سازمان له ايرانه غوښتنه کړې چې د جزا په قانون کې اصلاحات راولي.
دغې ادارې په عين حال کې له تهرانه غوښتي چې د بدن د غړو د پرې کولو په ګډون د جسمي مجازاتو هره بڼه لغوه کړي.
په لندن کې دېره د بشري حقونو دغې څارونکې ډلې پرون پنجشنبه په يوه اعلاميه کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.
تر دې يوه ورځ مخکې د ايران چارواکو اعلان کړى و چې د غلا په تور يې د يوه زنداني لاس غوڅ کړى دى.
د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره د بخښنې نړيوال سازمان مرستيال مشر صالح حجازي ويلي: "د دغسې وحشيانه مجازاتو په عملي کولو سره ايراني چارواکو شکنجه ترسره کړې چې د نړيوال قانون له مخې يو جرم ګڼل کېږي."
ښاغلي حجازي ويلي: "ايران بايد سم دلاسه جنايي-عدلي سېستم ته مخه کړي چې له بنديانو سره بشري چلند کوي.
د ايران د شمالي ولايت مازنداران د عدليې رياست تېره چهارشنبه اعلان وکړ چې يو سړى چې د غلاوو د څو پېښو په تړاو بندي شوى و، په زندان کې يې لاس پرې کړاى شوى دى.