په سرپل کې د ملي اردو قوماندان وژل شوی
په سرپل ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان د يوه بل سرتېري په ډزو وژل شوى دى.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن ازادۍ راډيو ته وويل، د ملي اردو د درېيم کنډک د ثقليې ټولي پر قوماندان تورن حشمت اله دغه حمله تېره شپه شوې ده:
”له بده مرغه د درېيم کنډک د ثقليې ټولي قوماندان تورن حشمت اله تېره شپه د سيد موسى په نوم د خپل يوه بريدمل په ډزو شهيد شوى دى. زما د معلوماتو له مخې دا کومه سياسي يا نفوذي قضيه نه وه. يوازې دغه بريدمل رواني تعادل نه درلود.“
ښاغلى رضايي وايي حمله کوونکى نيول شوى او د دې قضيې په اړه ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.