ولسمشر غني: په پاکستان کې د طالبانو د رهبرانو فعالیت د تاسف وړ دی
![ولسمشر غني: په پاکستان کې د طالبانو د رهبرانو فعالیت د تاسف وړ دی](https://gdb.rferl.org/C055308E-8EB8-43A0-ACC1-F1D22EA5922F_cx8_cy5_cw92_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر ویلي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د رهبرانو ازاد فعالیت د تاسف وړ دی.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره پرون د اکټوبر په ۲۵مه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته کړې ده.
دواړه ولسمشران د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللي دي.
ولسمشر غني د پاکستان جمهور رئیس ته ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ډیورند په اوږدو کې وسله وال طالبان، د داعش ډله او نورې ترورېستي ډلګۍ ځپلي دي او له هغه یې غوښتنه کړې چې پاکستان دې هم ورته کار وکړي.
د ارګ په وینا، د پاکستان ولسمشر د افغانستان امنیت د خپل هېواد لپاره مهم بللی دی.