دفاع وزارت: د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح ووژل شو
![دفاع وزارت: د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح ووژل شو](https://gdb.rferl.org/439FF4E3-6923-4446-96E2-C615201032CC_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې د جمهوریت روغتون مخې ته د ترورېستي حملې طراح قاري برهان ووژل شو.
د کابل ښار د صدرات پر څلور لاري کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۷مه په بمي چاودنه کې تر ۳۰۰ زیات وګړي مړه او زخمیان شول.
د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د حقاني شبکې له لویو قوماندانانو و.
دغه قوماندان د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت په بیان کې چې پرون د اکټوبر په ۲۵مه خپور شوی، ویل شوي چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې په دې عملیاتو کې یو شمېر عرب او پاکستاني وسله وال هم وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د یوې خطرناکې ترورېستي کړۍ مشر و.
د دې وزارت په وینا، قاري برهان په لوګر کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسيون مشري هم کوله او په غزني او لوګر کې یې د القاعده شبکې د انتحاریانو او نورو ترورېستانو د فعالیت زمینه برابروله.