پوليسو په کندهار کې دوه تنه د قتل په تور نيولي
پوليسو په کندهار کې دوه تنه د قتل په تور نيولي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې يادو کسانو د تېرې مياشتې په ۲۰ تاريخ د موسی کليم په نوم يو کس وژلی او موټر او توفنګچه يې له ځان سره وړي وو.
نوموړی وایي، ياد کسان د جنائي پېښو په وړاندې د مبارزې پوليسو نن د عېنو مينې په ۳۶ سړک د عملياتو پر مهال نيولي.