د ناټو ملکي استازی: ننګرهار کې په جومات کې چاودنه د داعش کار دی
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی نیکولاس کې وايي، باور لري چې د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر یوه جومات وروستی برید داعش وسلوالې ډلې کړی دی.
د جودرې د کلي جامع جومات کې د اکټوبر د ۱۸ مې نېټې په برید کې شا او خوا ۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
ښاغلي کې ازادي راډیو سره خبرو کې په دغه هېواد د داعش د وسلوالې ډلې حضور د جدي اندېښنې وړ وباله.
"یوازې تیره اونۍ کې دوی پر جومات برید وکړ او تر هغه ځایه چې زه خبر یم لږ تر لږه ۶۹ کسان یې ووژل. نو داعش هلته حضور لري او دا جدي اندېښنه ده."
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د یکشنبې په ورځ امریکايي چارواکو تایید کړه چې په سوریه کې یې په عملیاتو کې د داعش ډلې رهبر ابوبکر االبغدادي وژل شوی دی.
په افغانستان کې له څو کلونو راهېسې د داعش د خراسان څانګه فعالیتونه کوي چې تر ډېره ددغه هېواد په ختیځو ولایتونو؛ ننګرهار او کونړ کې پر ځینو سیمو متمرکز دي.
په تیرو څو کلونو کې دې ډلې د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.
افغانستان کې د ناټو استازی په عین حال کې په دغه هیواد کې د داعش د خلافت یا دې ته ورته څه ټینګښت لرې څه وبلل او ویې ویل افغانان په خپل هېواد کې داسې معاصره ولسواکي غواړي چې د وګړو اساسي بشري حقونه په کې خوندي وي او ناټو په دې برخه کې افغانانو سره مرسته کوي.