امریکا چین کې د بین الافغاني ناستې جوړولو هرکلی کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پیکنګ کې د بین الافغاني خبرو د جوړېدو لپاره د چین د طرحې هرکلی کړی دی.
په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت بیان، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په هغه ګډه اعلامیه کې راغلی چې په مسکو کې د تېرې اونۍ له غونډې وروسته پرون خپره شوه.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې غونډه کې د واشنګټن په استازیتوب ګډون کړی و.
د چین ناستې ترسره کېدو نېټه لا څرګنده نه ده، خو د افغانستان حکومت هم ویلي چې خپل استازي به ورولېږي.