د عراق په کربلا ښار کې پرون ۱۴ لاریون کوونکي په ډزو ووژل شول
![د عراق په کربلا ښار کې پرون ۱۴ لاریون کوونکي په ډزو ووژل شول](https://gdb.rferl.org/18B9848C-28C2-4953-A6C1-A5CB6C5C80E7_w800_h450.jpg)
د عراق په کربلا ښار کې پر مظاهرهچیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې بېګا ۱۴ تنه ووژل شول او تر ۸۶۵ زیات زخمیان شول.
د عراق په بل ښار، ناصریه کې ډاکترانو ویلي چې درې مظاهرهچیان چې هلته په نښتو کې زخمیان شوي وو، بېگا په روغتون کې مړه شول.
د اکټوبر له پیل راهیسې، د عراق په لویو ښارونو کې خلک د بېکارۍ، اداري فساد او ګرانۍ پر ضد مظاهرې کوي. مظاهرهچیان د صدراعظم، عادل عبدالمهدي حکومت په اداري فساد کې په لاس درلودلو تورنوي.
په یوه میاشت کې تر ۲۵۰ زیات عراقیان په دغو لاریونونو کې وژل شوي دي.