دفاع وزارت: په ارزګان او غور ولایتونو کې ۵۷ طالبان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت په ارزګان او غور ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د هوایي او ځمکنيو عملیاتو خبر ورکړ.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې ۵۷ طالبان وژل شوي دي.
دی وایي: "تېره شپه د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۳۰ طالبان وژل شوي او د هغوی د مهماتو یوه لویه زېرمه له منځه وړل شوې، دغه راز د غور په چغچران ولسوالۍ کې په درېیو هوایي بریدونو کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه موټرسایکلونه یې ویجاړ شوي دي."
د افغانستان دفاع وزارت دغه راز په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې تر دغو عملیاتو دمخه وسله والو طالبانو په یادو ولسوالیو کې پر افغان امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.