سرپل کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون دوام
![سرپل کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون دوام](https://gdb.rferl.org/F8C856B3-A3C9-4B32-AF5A-F860FCA5E53C_w800_h450.jpg)
د ملي اردو چارواکي وايي، د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د ولسي خلکو پاڅون لاهم دوام لري.
راپورونه وايي چې طالبانو پرون یکشنبې د کوهستانات ولسوالۍ په جُرغان کلي کې پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د ظلم او بېعدالتۍ پرضد د اعتراض لپاره راوتلي وو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل په جرغان کې وروسته له دې چې د طالبانو په ډزو یو ماشوم او یو سړی وژل شول د قهرجنو خلکو اعتراضونو لاهم دوام لري.
ښاغلی رضايي وايي چې اوس د څېرمه سیمو خلک هم د جرغان پر اعتراضونو ورګډ شوي.
هغه زیاتوي: "په سیمه کې لاریونونه اوس هم روان دي او اوس د جرغان په شاوخوا کې د پرتو کليو کلیوالو هم د جرغان د خلکو مرستې ته وردانګلي دي او د طالب تروریستانو پرضد درېدلي دي."
د رضايي په وینا د سیمې خلک له طالبانو غواړي چې د دې وژنو عاملان دوی ته وروسپاري.
د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او خپلواک خبریالان هلته سفر نه شي کولی.
طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.