روپۍ تر مخکیني نرخ لږه بره ختلې
په پاکستان کې د روپۍ ارزښت د امريکايي ډالر پر پرتله لوړ شوی دی، د ډيسمبر پر نهمه د بازار له بندېدو سره په پاکستانيو بانکونو کې يو ډالر په يو سل څلور پنځوس روپۍ او اويا پېسو بدلېدو.
په پاکستان کې د روپۍ ارزښت د امريکايي ډالر پر پرتله لوړ شوی دی، د ډيسمبر پر نهمه د بازار له بندېدو سره په پاکستانيو بانکونو کې يو ډالر په يو سل څلور پنځوس روپۍ او اويا پېسو بدلېدو.
په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا مړی نن د جاپان فوکوکای ښار ته ورسېد. مالیزیا د پولیو لومړۍ پېښه ثبت کړې ده. د سږ کال د ښایست ملکه یوه جنوبي افریقايي شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د پېښور د مالګې منډیۍ "چرسي تکه" په ټول پاکستان کې نوم لري او له لرې، لرې ورته خلک راځي. په رستوران کې د تکو پخوونکی وايي، له مالګې پرته په غوښه بل هېڅ نه ګډوي. نور په ویډیو کې.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب مرکچیانو تر منځ خبرو نن د دریمې ورځې لپاره هم خبرو اترو دوام درلود. په دې خبرو کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره پر هغه څه بحث کوي چې د خلیلزاد مطبوعاتي دفتر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او بالاخره یو اوربند ته رسیدل بللي دي. په ننیو خبرو کې تر اوسه د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی. پرون ځینو رسنیو د طالب ویاند سهیل شاهین له خولې وویل که له امریکايي لوري سره توافق لاسلیک شي نو طالبان به په امریکایانو بریدونه نه کوي. Читать дальше...
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا په وژلو کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نیول شوي او همدارنګه ددې پېښې د څېړنې په هدف له مرکز څخه یو پلاوی جلال اباد ته ورغلی دی. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن د امنیې قومندانۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل، د ډاکټر ناکامورا د وژنې د عاملینو د موندلو په هدف د ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې چټکې کړي او له مرکز نه هم تخنيکي ټيم د مرستې په موخه ور رسیدلی دی. بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان محمد ايمل نيازي خبریالانو ته وویل چې د جاپاني... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه- کنفرانس کې له تروریزم سره پر روانې مبارزې نیوکه وکړه.
افغان ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه- کنفرانس کې له تروریزم سره پر روانې مبارزې نیوکه وکړه.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی نور وخت نه لري چې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره مذاکره وکړي.
خوستیان وايي، افغانۍ د دې وطن خپله سیکه ده، خو شرط یې دا دی چې په اول ګام کې باید په ښارونو کې دود شي.
د افغان ولسمشر دویم مرستیال وایي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو بنسټ په جوړولو کې ناکام و.
په فراه کې د شاتو تولید زیات خو بازار یې کم دی. په فراه ولایت کې هغه کسان چې د شاتو د مچیو په روزنه بوخت دي، د شاتو د بازار موندې لپاره له حکومته مرسته غواړي. د فراه ولایت د کرنې ریاست مسولین وایي، سږ کال په دې ولایت کې دوولس ټنه شات تولید شوي. نور جزئیات په راپور کې:
په ننګرهار کې ښځينه فعالانو د دغه ولایت د امنیت جنازه پورته کړه. دوی د خپل ننني مدني حرکت په ترڅ کې په سمبولیکه توګه د امنیت تابوت په اوږو ایښی و، او ادعا یې کوله چې په ننګرهار کې په ځانګړي ډول په جلال اباد ښار کې نا امنۍ یې اوج ته رسېدلې ده. دغه حرکت نن دوشنبه په جلال اباد ښار کې د کور فرهنګي ټولنې لخوا تنظیم شوی و چې په کې ګډونوالو ښځو د دغه ښار د ناامنۍ په اړه د خپلو ناهیلیو او اندېښنو یادونه یې وکړه. په ننګرهار کې د کور فرهنګي ټولنې مشرې مقدسه احمدزۍ له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل... Читать дальше...
د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي د سیول، مهندسی او برښنا د څانګو محصلانو د خپلو تحصیلي پروژو ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کړي دي. پدې موډلونو کې مجللې ودانۍ، ښارګوټي، د اوبو بندونه، بادي برښنا، پلونه، د اوبو ذخیرې، امنیتي ټاورونه او کرنیز ماشینونه شامل دي. محصلانو یاد موډلونه له لرګي او کاغذه په لاسونو جوړ کړي دي.
د اسیا فوټبال کنفدراسیون په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اسیا د اتلانو لیګ د ډله ییزې پچې اچونې نیټه اعلان کړه. د اسیا اتلانو د ۲۰۲۰ لیګ پچه اچونه سبا (سه شنبه) د مالیزیا په پلازمینه کوالالامپور کې تر سره کیږي. د د دغه سیالیو ۳۹ م پړاو دی چې د اسیایي لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.
د افغانستان د لامبو وهنې معلول لوبغاړي عباس کریمي د امریکا په ایالتي سیالیو کې د سرو زرو څلور مډالونه وګټل. د افغانستان د لامبو وهنی فدراسیون رییس قاسم حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې عباس کریمی په دریو ورځو کې اته ځلی د لامبو په بیلابیلو سبکونو یا ډولونو سره د لامبو پرواني ډوله ۵۰ متره سیالیو، د کرال ډوله لامبو په ۵۰ مترو او په ۱۰۰ مترو کې د فری سټایل ډول په کولو سره ګټونکی اعلان شو. عباس کریمي له دې وړاندې هم په ګڼو بهرنیو سیالیو کې د افغانستان لپاره زیات شمېر مډالونه ګټلي دي. د یادونې وړ ده... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاس ته راوړنې ستايي خو په دې برخه کې په لا زیاتو پرمختیاوو ټینګار کوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دا خبره نن د فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې کړې ده. په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې ویل شوي: "ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي، چې له فساد سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې رامنځ ته شوی چوکاټ پیاوړی کوي. Читать дальше...
نن په بغداد کې په یوه پوځي اډه څو راکټونه لګیدلي دي. د عراق د پلازمینې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه هغه پوځي اډه په راکټونو لګیدلې چې پکې یو شمېر امریکايي پوځیان او ډپلوماټان هم مېشت دي. د عراق پوځ په یوه بیان کې ویلي چې شپږ عراقي سرتېري په دغو راکټي بریدونو کې ټپیان دي چې له ډلې یې د دوو وضعیت ښه نه دی. امریکايي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. ټپیان د عراق د تروریزم ضد وړې ډلګۍ غړي دي چې د امریکا له خوا جوړه او روزل شوې ده. بیان زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو نورې راکټ لانچرې هم پيدا کړي او دا ښيي چې د یوې لا لویې حملې پلان نیول شوی و. Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې افغانستان و کولای شي د سمنټو په برخه کې خپل کورني لګښت په خپله پوره کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان د سمنټو د تولید کورنۍ فابریکې د ۱۲ زره مټریک ټنه سمنتو د تولید وړتیا لري او په دې برخه کې د لا ډیرې پانګونې سره به افغانستان پر ځان بسیا شي. هغه زیاته کړه چې په دی برخه کې د پانګونې لپاره له خصوصي شرکتونو سره خبرو کې پرمختګ شوی او په نږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې قرار داد لاسلیک شي.
په هیواد کې د غنمو د کموالي په اړه د افغانستان د خوراکي توکو د ټولنې خبرداری. د دغې ټولنې مسول، فضل الرحمن وایی، که حکومت د سيمي له هیوادونو نه د غنمو او اوړو د پیرلو اقدام ونه کړي، دا امکان شته چې په روان ژمی کې افغانان د غنمو له کموالي سره مخ شي. هغه زیاتوي: "مونږ چې ګورو په نړۍ کې هم څه نا څه د اوړو د کموالي ستونزه موجوده ده، مونږ په دې برخه کې د دولت پاملرنه غواړو او که دولت پام ونه کړي نو د اوړو په برخه کې به ستونزه رامنځته شي." هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان یواځې له قزاقستان څخه... Читать дальше...
دثبات او همپالنۍ ټاکنیزې ډلې لسګونو پلویانو نن دوشنبه (ليندۍ ۱۸) په کندز ښار کې لاریون وکړ او اعتراض کوونکو د ټاکنو له کمېسیون غوښتنه کوله چې پاکې او ناپاکې رأيي سره جلا کړي. په کندز ولایت کې د ثبات او همپالنۍ ټاکنیز ډلې یوتن استازې عبدالصبور امامي رسنیو ته وویل، که چېرې د دوی مشروع غوښتونو ته رسېدنه ونه شي نو دوی به په پراخه کچه لاریون وکړي او د دې ولایت لویي لارې د ترافیک پرمخ تړي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړۍ ځل دي د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزې ډلې پلویان په کندز ولایت کې خپل لاریون ترسره کوي.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز او قره باغ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې کې د ملي اردو ۸ سرتېري او د پولیسو د پوستې یو قومندان وژل شوي دي. د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامران د دو شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تیره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د ملي اردو پنځه تنه سرتیري د کابل – کندهار پر لویه لاره د قرباغ په سیمه له موټره ښکته کړي او وژلي دي." بل لور بیا د کابل – کندهار د لویې لارې موټر چلوونکي د دغه سرتېرو شمېر ۹ شمېري او وايي مړي یې په یاده سیمه کې پر سړک پراته لیدلي دي.... Читать дальше...
وروسته له هغې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۲۵۰۰ هغه موقتو کارکونکو لست د څېړنو په هدف شکایتونو کمیسیون ته واستوه چې په دنده کې په غفلت تورن شوي د شکایتونو کمیسیون ټینګار کوي چې له اسنادو او شواهدو پرته به شکایتونه ونه څېړي.
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په ترکیه کې د اسیا زړه کنفرانس او تر خوا یې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه کرښې تورې کړي دي.
په خوست کې یو ځل بیا د ځايي چارواکو، امنیتي ادارو او د افغانستان بانک د کارکوونکو لخواد افغانیو د رایجولو لپاره هڅې پیل شوې دي. خوست له هغو ولایتونو ده، چې خلک يې له شاوخوا ۲۸ کلونو راهیسې کلداره کاروي او د خلکو او سوداګرو اصلي سرمایه يې هم په کلدارو ده. که څه هم پخوا څو ځلې حکومت د افغانیو د رایجولو هڅې کړي، خومسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دي، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي او دوکاندارن هم ډیری توکي له کابل او نورو ولایتونو په افغانیو رانیسي. په خوست کې دا ځل د افغانیو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости