Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 03.12.2019

ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمیر کم شي. د ناټو په سرمشریزه کې به د افغانستان مساله وڅیړل شي، ایران وایي په مظاهرو کې یې لږ کسان وژل شوي او له دې به مو هم خبر کړو چې فوټبالر مسي د جایزو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.

د ادریس خټک د خوشې کېدو لپاره لاریون

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو فعالانو، د دسمبر پر دریمه، په پېښور کې مظاهره وکړه او له حکومته یې د یو مدني فعال او د نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ادریس خټک د زر تر زره خوشې کېدوغوښتنه وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.



'داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې'

Mashaalradio.com 

خبري اژانس لیکي چې افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې بریالي عملیات ترسره کړي او چارواکیو دغه سیمه د اسلامي دولت وسله والو نه پاکه ګرځولې ده.

حکومت ولې د زده کوونکیو سازمان نه بحالوي؟

Mashaalradio.com 

د نومبر پر۲۹مه د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې زده کوونکیو د دوی په یونین د قدغنونو، جنسي زورونو او فیسونو کې د زیاتوالي پرضد لاریونونه ترسره کړل. د زده کوونکو لاریونونو تر شا څه دي؟ او تر اوسه ریاست د دغه ستونزو په هواري کې ولې پاتې راغلې دی؟ په دې اړه د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.

د روغو په څېر کارکول غواړو: معذوران

Mashaalradio.com 

د دسېمبر پر دريمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو ورځ لمانځل کېږي. په خېبر پښتونخوا کې داسې ډېر معذوران شته چې خپل ځان معذوره نه ګڼي. هغوی د روغو خلکو په څېر د ژوند تېرولو هڅه کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.

"د هرات زاول ولسوالۍ کې درې مهم طالب مشران وژل شوي"

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې چارواکي وايي، پرون د دې ولایت په زاول ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د ډلې درې مهم قومندانان وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازداي راډيو ته وویل، د زاول لپاره د طالبانو ولسوال ملا ګل شير، نظامي مسئول حافظ زبیر او د دې ډلې د استخباراتو مسئول حافظ طلحه په په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي. ده هیله څرګنده کړه چې د دغو کسانو له وژل کېدو سره به په زاول ولسوالۍ کې امنیت ښه شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



ټرمپ: د ایران حکومت په 'لوی شمېر' اعتراض کوونکي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تور پورې کړی چې لوی شمېر اعتراض کوونکي يې وژلي دي. ټرمپ نن په لندن کې د ناټو سرمشریزې پر مهال وویل: "ایران ښايي اوسمهال زرګونه کسان وژلي وي او له همدې کله یې انټرنټ قطع کړی دی چې خلک هلته روان وضعیت ونه ویني." ده وویل چې د وژل شویو شمېر ډېر زیات دی او دا یو بد خبر دی. ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه دا خبره کړې چې په ایران کې د وژل شويو اعتراض کوونکو ناتاييد شوي ارقام خپاره شول. یوه ورځ مخکې د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې په ایران کې له تېرې یوې میاشتې راهيسي... Читать дальше...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت لا ټینګولو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امنیتي ادارو مشرانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د بمي حملې په اړه پرون د خپلو پلټنو په اړه معلومات وړاندې کړل. د دې حملې په نتيجه کې یوه نیمه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو یوه بهرنی کارکوونکی انیل راج ووژل شو. د امنیتي ادارو په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په مشرۍ پلاوي هم حضور درلود. ښاغلي یاماموتو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره دې امنیتي تدابیر زیات کړي. تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان... Читать дальше...

د نقیب پلار په مکین کې خاورو ته سپارل کېږي

Mashaalradio.com 

د نقیب الله مسود پلار محمد خان مسود جنازه نن په ټانک کې وشوه او مړی به یې په خپل پلرني ټاټوبي د جنوبي وزیرستان په مکین کې خاورو ته سپارل کېږي. د محمد خان مسود په جنازه کې ځینو ګډونوالو وویل چې خپل زوی د انصاف اخېستلو ارمان یې ګور ته یووړ. دوی وايي چې تر هغو به په ارام نه کښېي چې د نقیب مسود کورنۍ ته یې انصاف نه وي راوړی. عمر وزیر پرې ویډیو رپورټ لري.

د ناټو مشرانو افغانستان کې ددغه سازمان د ماموریت پر ملاتړ ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ناټو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د تروريزم پر ضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټينګار وکړ. د ناټو نظامي سازمان مرستيال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونيسی. ښاغلي کزالي وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي. ده زیاته کړه: "مهمه دا ده چې طالبان په ریښتونې ژمنې سره د مذاکراتو مېز ته کښیني. په دې معنا چې مصالحې ته حاضر شي او یو شمېر مسایل ومني. که داسې وشي، د سولې توافق ته... Читать дальше...

"د کوچنیانو جنسي ځورونوې په تړاو دې د افغانستان حکومت پرېکنده اقدامات وکړي"

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزیرې الیس ویلز ویلي، افغان چارواکي باید د افغانستان په ختيځ کې د کوچنیانو د جنسي ځورونې د سختو اندېښمنوونکو راپورونو په تړاو پرېکنده اقدامات وکړي. دا خبره مېرمن ویلز پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې ده. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې بریتانيايۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور ورکړ چې د لوګر په ځینو ښوونځیو کې تر پنځو سوو ډېره زده کوونکي هلکان له جنسي ځورونې اغېزمن شوي. راپور کې ادعا شوې وه چې هلته یوه داسې کړۍ فعالیت کوي چې د کوچنيانو په جنسي ځورونه کې لاس لري. Читать дальше...

د ټاکنو کمېسیون: معترضو انتخاباتي ډلو سره خبرې 'مثبت لور' ته روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، له معترضو انتخاباتي ډلو سره يې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شي.

ننګرهار کې د ستروسو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د ستروسو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي. د دغه ولایت د کرنې ریاست ویاند انعام الله میاخېل ازادي راډيو ته وویل، چې تېر کال د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په۱۳۸ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شول چې سږني حاصلات یې ۳۵۹۰ ټنو ته رسېږي. ښاغلی میاخېل وایي، په روان کال کې له دغه ولایت څخه د لیموګانو ۹۷۰ ټنه او د غټو لیموګانو ۶۰۴۹ ټنه حاصلات هم راټول شي دي. د ننګرهار د کرنې ریاست مسولین وایي، هڅه کوي چې د ستروسو د حاصلاتو په زیاتېدو له پاکستان نه د دغه محصول د وارداتو مخه ونیسي.

افغانستان کې له ۳۰ زره ډېر د پستې بڼونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې له ۳۰ زره زیات د پستو نوي باغونه جوړ کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، یوازې په هرات ولایت کې تازه له ۳۵۰۰ جریبو نه په زیاته ځمکه کې د پستو بڼونه جوړ شوي دي. هغه زیاتوي: "دا له ۳۰ زرو جریبو نه زیات بڼونه چې جوړ شوي، د راتلونکو کلونو لپاره ښه هیله مندي ده چې زموږ د تولید کچه ورسره لوړېږي او موږ په دې برخه کې په ځان بسیا کېږو، هغه پلان چې د کرنې وزارت لري غواړي د خصوصي سکټور په همکارۍ د پستو سوداګریز بڼونه جوړ کړي، چې طرح یې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Дженнифер Лопес

Бен Аффлек переехал из дома, в котором жил с Дженнифер Лопес. Развлечение





Rss.plus
Галина Янко

Июньские дни духовности: Православные праздники месяца от ясновидящей Галины Янко




Источник 360.ru: двух змей нашли в квартире дома на северо-западе Москвы

Предприятия обрабатывающей промышленности Королева отгрузили товаров на 23 млрд

В московском парке нашли мёртвого ребёнка

Стало известно, как в Петербурге отпразднуют День города




چارواکي: بلخ کې ۴ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د څلورو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن آزادۍ راډیو ته وویل دا هوايي بریدونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد کلي کې د تروریستانو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې یې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي. د ښاغلي رضايي په وینا په دې بمبارۍ کې ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا: له افغانستانه د ځواکونو وتل د سولې هوکړې سره تړلې نه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر وايي، له افغانستانه د وتونکو امریکايي پوځیانو شمېره حتماً له طالبانو سره د سولې له موافقې سره تړلې نه ده. مارک ایسپر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ افغانستان ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو پر احتمال خبرې وکړې او ویې ویل دی باور لري چې طالبان به اوربند ومني. ایسپر پرون- دوشنبې په داسې حال کې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له واشنګټڼ څخه لندن ته روانېده، له رویټرز خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ټرمپ... Читать дальше...

م م افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت ټینګښت وغوښت

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي. تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان سیمه کې د ملګروملتونو پر یوه موټر د لاسي بم د حملې په پېښه کې د دې سازمان یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو. ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه وايي ښاغلي یاماموتو د دوشنبې په ورځ له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د منیتي ارګانونو مسوولان هم حاضر و د دې سازمان د تاسیساتو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د لازیاتو تدابیرو غوښتنه. Читать дальше...

ناټو خپله اویایمه کلیزه نمانځي

Pa.azadiradio.com 

ناټو د خپل تاسیس اویایمه کلیزه نن د دې ټلوالې د مشرانو په ګډون په لندن کې په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې نمانځي. د ناټو مشران به، په داسې حال کې چې د سرمشریزې په درشل کې یې د غړو ترمنځ د نه یووالي نښې نښانې راڅرګندې شوي، د ټلوالې د راتلونکې په ګډون د ډېرو مسایلو په اړه بحثونه وکړي. فرانسه، ترکیه او متحدایالات د ناټو لپاره د یوې جلا بڼې غوښتونکي دي. د ناټو عمومي منشي یینس ستولتنبیرګ د سرمشریزې په درشل کې وویل، ناټو له بدلېدونکې نړۍ سره د بدلېدو په حال کې ده. هغه زیاته کړه: "زما لپاره دا مهمه ده... Читать дальше...

میسي د شپږم ځل لپاره د طلایي توپ جایزه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د فوټبال نامي ستوري لیونیل میسي ته د شپږم ځل لپاره د طلایي توپ جایزه ورکړل شوه. ۳۲ کلن میسي ته دا جایزه پرون د ډسمبر په دوهمه نېټه په پاریس کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شوه. میسي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر اوسه د بارسلونا د فوټبال کلپ او د خپل هېواد ارجنټاین لپاره په ۵۹ لوبو کې ۴۶ ګولونه وهلي دي. هغه دا جایزه پنځه ځلې مخکې له دې، په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې هم ګټلې په داسې حال کې چې د ده سیال کریستیانو رونالډو پنځه ځلې دا ویاړ ترلاسه کړی. همداراز د امریکا د... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Тариф – Концерт. Провести свой Концерт.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России