ټرافیکي پېښې روسیه کې ۱۹ کسان وژلي
د روسیې په لرې ختیځ کې په ترافیکي پېښه کې د یوه بس نولس سپرلۍ وژل شوي دي.
دا پېښه پرون په زابایکالسک Zabaikalsk سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا موټر چلوونکي د ټایر له چاودلو وروسته د بس اداره له لاسه ورکړه او د یوه پله له پاسه لاندې پر کنګل وهلي کوینګا Kuenga سیند راپرېوت.
یوه سیمه ایز چارواکي اندرې ګورولیف ویلي چې په دې پېښه کې ۱۹کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
دا چارواکی زیاتوي چې د پېښې د قربانیانو جسدونه سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او د ۱۶کسانو هویت هم تثبیت شوی دی.
چارواکي وايي دې بس د موټر چلوونکي په ګډون ټولې ۴۴ سپرلۍ درلودې.
د پېښې د عواملو په اړه څېړنې پیل شوي دي.