چارواکي: بلخ کې ۴ طالبان وژل شوي
![چارواکي: بلخ کې ۴ طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/26C6D4D9-FB7B-4175-A0EA-D51667DAFB0F_w800_h450.jpg)
د بلخ امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د څلورو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن آزادۍ راډیو ته وویل دا هوايي بریدونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد کلي کې د تروریستانو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې یې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.
د ښاغلي رضايي په وینا په دې بمبارۍ کې ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.