امریکا: له افغانستانه د ځواکونو وتل د سولې هوکړې سره تړلې نه ده
د امریکا دفاع وزیر وايي، له افغانستانه د وتونکو امریکايي پوځیانو شمېره حتماً له طالبانو سره د سولې له موافقې سره تړلې نه ده.
مارک ایسپر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ افغانستان ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو پر احتمال خبرې وکړې او ویې ویل دی باور لري چې طالبان به اوربند ومني.
ایسپر پرون- دوشنبې په داسې حال کې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له واشنګټڼ څخه لندن ته روانېده، له رویټرز خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ټرمپ اداره له څه مودې راهیسې هم له خپلې خوا او هم د ناټو د نورو غړو په کچه د پوځي ځواکونو د شمېرې د کمولو پر احتمال بحث کوي.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، دی ډاډه دی چې امریکا او متحدان یې، د سرتېرو د شمیر له کمېدو سره سره دا خبره یقیني کولای شي چې افغانستان به بیا د هغو تروریستانو په ځاله نه بدلېږي چې ښايي پر امریکا برید وکړي.
ایسپر پرته له دې چې ځانګړې شمېره یاده کړي وویل چې د ناټو غړي هم د سرتېرو د شمیر د کمولو په برخه کې له امریکا سره موافق دي.