م م افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت ټینګښت وغوښت
![م م افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت ټینګښت وغوښت](https://gdb.rferl.org/36B86EF2-92EE-45E5-AE28-A496116E1738_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي.
تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان سیمه کې د ملګروملتونو پر یوه موټر د لاسي بم د حملې په پېښه کې د دې سازمان یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه وايي ښاغلي یاماموتو د دوشنبې په ورځ له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د منیتي ارګانونو مسوولان هم حاضر و د دې سازمان د تاسیساتو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د لازیاتو تدابیرو غوښتنه.
په بیان کې ویل شوي دي چې یاماموتو د دې امنیتي تدابیرو په اړه خپل وړاندیزونه ولسمشر غني ته وړاندې کړل خو جمهوري ریاست په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.