بغداد کې پر پوځي اډه راکټي بریدونه شوي
نن په بغداد کې په یوه پوځي اډه څو راکټونه لګیدلي دي.
د عراق د پلازمینې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه هغه پوځي اډه په راکټونو لګیدلې چې پکې یو شمېر امریکايي پوځیان او ډپلوماټان هم مېشت دي.
د عراق پوځ په یوه بیان کې ویلي چې شپږ عراقي سرتېري په دغو راکټي بریدونو کې ټپیان دي چې له ډلې یې د دوو وضعیت ښه نه دی.
امریکايي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
ټپیان د عراق د تروریزم ضد وړې ډلګۍ غړي دي چې د امریکا له خوا جوړه او روزل شوې ده.
بیان زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو نورې راکټ لانچرې هم پيدا کړي او دا ښيي چې د یوې لا لویې حملې پلان نیول شوی و.
دا په عراق کې په هغو پوځي اډو باندې چې په کې امریکايان دیره دي یا هم په بغداد کې د امریکا پر سفارت د بریدونو تر ټولو تازه بېلګه یادیږي.
چا سمدستي د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې د دغسې بریدونو په ترسره کولو تورنوي.
د شپږو اوونیو په اوږدو کې دا نهم وار دی چې په عراق کې د امریکا په مرکزونو باندې بریدونه کیږي.
امنیتي ځواکونو لږ تر لږه د یوه برید پړه د تهران له ملاتړ برخمن سختدریځي شیعه کتائب حزب الله ګروپ باندې اچوي چې د واشنګتن له خوا هم په تور لیسټ کې شامل شوی دی.
ایران په عراق کې په سختدریځو اشخاصو په تېره بیا د حشدالشعبي ملیشه ډله باندې چې دوی جوړه کړې زیات نفوذ لري.
د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي فرانسپرس ته ویلي چې د راکټونو وروستي برید حشدالشعبي ډله اوس د امریکا لپاره ان تر اسلامي دولت ډلې هم په یوه لوی ګواښ اړولې.
امریکا له بغداد سره ژمنه کړې چې د دې ډلې په ورکولو کې به مرسته ورسره کوي.
د جمعې په ورځ د دې ملیشه ډلې په دریو لوړپوړو مشرانو باندې د امریکا له خوا بندیزونه هم لګیدلي دي.
د عراق پوځیان یا د امریکا یا هم ایران له خوا روزل شوي او دا هېواد له دواړو سره ملګرتیا پالي.