چارواکي: د سمنټو برخه کې د کورنۍ لګښت پوره کولو په موخه طرحه جوړو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې افغانستان و کولای شي د سمنټو په برخه کې خپل کورني لګښت په خپله پوره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان د سمنټو د تولید کورنۍ فابریکې د ۱۲ زره مټریک ټنه سمنتو د تولید وړتیا لري او په دې برخه کې د لا ډیرې پانګونې سره به افغانستان پر ځان بسیا شي.
هغه زیاته کړه چې په دی برخه کې د پانګونې لپاره له خصوصي شرکتونو سره خبرو کې پرمختګ شوی او په نږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې قرار داد لاسلیک شي.