غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ ولسي وګړي وژلي
په غزني کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د ماین د چاودنې په پېښه کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي ویاند عارف نوري نن آزادۍ راډیو ته وویل، دا کسان په یوه فلاینګ کوچ موټر کې له دایکندي ولایت څخه غزني ته راتلل چې د جغتو-غزني پر لاره د طالبانو له خوا اېښودل شوی ماین پرې وچاودېد.
هغه وویل: "۱۰ ملکي وګړي د ۴ ښځو او یوه ماشوم په ګډون شهیدان شوي او شپږ تنه نور ملکیان د درېیو مېرمنو په ګډون ټپیان شوي چې دمګړۍ د غزني په ملکي روغتون کې تر علاج لاندې دي."
پرون د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په کرم خېلو سیمه کې هم د یوه ماین په چاودنه کې چې چارواکي وايي، طالبانو ځای پرځای کړی و، یو ماشوم ووژل شو او څلور تنه نور ملکي وګړي ټپیان شول.