د جلال اباد ښار پر دیوالونو د ناکامورا عکسونه
جلال اباد کې د هنرمندانو یوې ډلې د جاپاني وژل شوي مرستندوی تیتسو ناکامورا د یاد تازه ساتلو لپاره د ښار پر ځینو دېوالونو د هغه عکسونه نقاشي کړل. ډاکټر ناکامورا شااوخوا دوه لسیزې افغانستان کې و او په تېره بیا په ننګرهار کې د روغتیا او کرنې په برخو کې پرمختیايي پروژې عملي کولې.
ویډیو: سهارګل امیرزی