السیسي: لیبیا کې حکومت د ملیشو له خوا ایسار دی
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي په ګاونډ لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن حکومت د ملیشو له خوا ایسار دی.
السیسي پرون په شرم شیخ ښار کې یوې ټلویزیوني وینا پر مهال وویل چې ولې د لیبیا حکومت خپلواکي نه لري او په خپله خوښه عمل نه کوي ځکه د ده په خبره طرابلس د ملیشو او تروریستانو په لاس کې دی.
ده وویل چې د لیبیا اوسنی کړکیچ مستقیماً په مصر باندې تاثیر کوي.
د السیسي له دغو خبرو دری ورځې مخکې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر خلیفه حفتر د لیبیا د حکومت پر ضد د یوې لا قوي مبارزې اعلان وکړ.
حفتر اته میاشتې مخکې د طرابلس د نیولو لپاره د عملیاتو امر کړی و.
وسله والو ملیشو بیا په طرابلس کې له حکومت سره مرسته کړې څو د خلیفه حفتر پر ضد وجنګیږي.
په لیبیا کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې د دغه هېواد د کلونو دیکتاتور معمرقذافي ووژل شو سیاسي کړکیچ او لانجې روانې دي.