ویسټ انډیز په یوه ورځنۍ لوبو لړۍ کې هند ته ماتې ورکړه
![ویسټ انډیز په یوه ورځنۍ لوبو لړۍ کې هند ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/8B4BA825-66D5-426C-9F7D-0EB51CADFF3C_w800_h450.jpg)
د ویسټ انډیز او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبو په لړ کې تېره ورځ ویسټ انډیز هندي لوبډلې ته په اته ویکټو ماتې ورکړه.
د دې سیالۍ پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هندي لوبډلې ته یې د توپوهني بلنه ورکړه.
هندوستان په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
ویسټ انډیز د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف د لوبي په 48 ام اور کې پوره کړ او په دې سره یې هند ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه.
د ویسټ انډيز او هندوستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو دوهمه سیالي د د روانې اونۍ د چهارشنبې او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.