پکتیکا کې پوځي عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په وازېخوا ولسوالي کې د پوځي عملیاتو په نتيجه کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، وسلوالو له دې ځایه د مالیاتو د راټولو او د خپلو مخابراتي فعالیتونو د یو مرکز په توګه کار اخیست.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وویل، په دغو عملیاتو کې د وسلوالو یو مرکز ویجاړ شوی او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.
شاه محمد ارین وویل، په دغو عملیاتو کې د سرحدي ځواکونو یو سرتیری هم سربیرن ټپي شوی دی.
تر اوسه هيڅ وسلوالې ډلې پدې اړه څه نه دي ویلي.