د اوکراین له لارې اروپا ته د ګاز تېرېدو په اړه د مسکو او کییف هوکړه
مسکو او کییف د اوکراین له لارې نورې اروپا ته د روسیې د ګازو د تېرېدو په اړه لومړنۍ هوکړه وکړه.
دا هوکړه په داسې وخت کې شوې ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ اوسنی تړون د روانې میاشت په یو دیرشمه پای ته رسېږي.
روسي رسنیو پرون د روسیې د ګازپروم شرکت په وینا خبر ورکړ چې اوکراین او روسیې تفاهملیک لاسلیک کړی دی خو په دې برخه کې یې نور جزئیات نه دې ورکړي.
وروسته تر دې چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ د کییف اړیکي له مسکو سره کړکیچن شوي دي.
د روسیې ګازپروم شرکت د اروپایي ټولنې تر شپږ دیرش فیصده ډیر ګاز چمتو کوي.