ډونالډ ټرمپ د ملي دفاع واک قانون لاسلیک کړ
![ډونالډ ټرمپ د ملي دفاع واک قانون لاسلیک کړ](https://gdb.rferl.org/070DC159-5AE3-4A20-A59B-6BEFD664014B_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د ملي دفاع د واک قانون لاسیلک کړ چې له مخې یې فضایي ځواک د امریکا د ملي پوځ د شپږمې قویې په توګه رامنځته کړ.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په میرلنډ کې وویل: "دا قانون چې زه یې نن لاسلیکوم اووه سوه اته دیرش میلیارډه ډالر لګښت پرې راځي چې په دوه زره شلم کال کې به په دفاعي بودیجه کې شامل وي، دا زمونږ په تاریخ کې تر بل هر وخت بې ساری لګښت دی، دا تر بل هر وخت ډیر لګښت دی چې پر پوځ کېږي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې فضا د نړۍ د جګړې نوی ډګر دی او د ده په وینا د امریکا ملي امنیت ته د پراخو ګواښونو په موجودیت کې، په فضا کې د امریکا برلاسي خورا مهمه ده.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې متحد ایالتونه مخکې دي خو هغومره مخکې نه دي چې پکار دي خو له لنډې مودې وروسته به ډیر مخکې شي.
د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت وویل چې په تېرو اویا کلونو کې چې هوایي ځواکونه رامنځته شوي دي، ټکنالوژي ډېره بدله شوې ده.
د متحد ایالتونو دفاع وزارت په بیان کې دا هم ویلي دي چی چین او روسیې په فضا کې د سیالۍ نوی ډګر رامنځته کړی دی او دا ضروري ده چې امریکا د سیالۍ په دې ډګر کې هغه څه وکړي چې اړتیا یې شته.
د امریکا د فضایي ځواک پیلامه به په شپاړس زره کسانو وشي چې مرکز به یې د دغه هېواد دفاع وزارت وي.