کرویشیا کې نن ولسمشرۍ ټاکنې کېږي
د کرویشیا خلک نن د خپل راتلونکي ولسمشر د غوره کولو لپاره رایې اچوي.
ننني انتخابات د کرویشیا د محافظه کار ګوند لپاره یو ازمېښت ګڼل کېږي ځکه چې دا هېواد د اروپايي اتحادیې د دوره يي ریاست په درشل کې دی.
د کرویشیا اوسنۍ ولسمشره کولیندا ګرابر کیتاروویچ هڅه کوي چې د دوهمې دورې لپاره په واک کې پاتې شي.
پخوانی کیڼ اړخی صدراعظم زوران میلاونیچ او یو ښي اړخی میروسلاف د اوسني ولسمشر مهم سیالان بلل کېږي.
د کرویشیا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۸ تنه نور هم کاندید دي.
تمه نه شته چې په لومړي پړاو کې دې کوم کاندید پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي.
که انتخابات دوهم پړاو ته وغځېدل، د جنورۍ په پنځمه ورته په پام کې نیول شوې ده.