چارواکي: پکتیکا کې ۳۰ وسله وال وژل شوي
![چارواکي: پکتیکا کې ۳۰ وسله وال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/33C957C9-36EB-4CBB-9AD4-0CCDF4184E50_w800_h450.jpg)
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند د منګړیتۍ او سرزغمي په سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د دوو مهمو قوماندانو په ګډون دېرش سله وال وژل شوي.
دوی وايي، یادو عملیاتو چې دوه ورځې يې دوام وکړ، تېره شپه ناوخته پای ته ورسېدل.
نن د یکشنبې په ورځ د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډيو ته وویل، چې په دې عمیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.
نوموړی زیاتوي، یادو وسلوالو په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لاره او وخت نا وخت به يې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کول.
د ده په وینا، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.