افغان کوریا ۴۰۰ کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړې
![افغان کوریا ۴۰۰ کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړې](https://gdb.rferl.org/31E94704-1672-4CB9-ACA7-C6B396758392_w800_h450.jpg)
د افغان کوریا له مرکزه ۴۰۰ تنه له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس محمد یونس صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه چې له دغه مرکز نه څومره کسان فارغ شوي ۸۰ سلنو ته یې دندې پیدا شوې دي.
هغه وویل: "اتیا سلنه کسانو ته کار پیدا شوی او جذب شوي دي، همدارنګه افغان کوریا مرکز له یو شمېر موسسو سره تړونونه کړي څو هغه کسان چې له دې مرکز څخه فارغېږي ورته کاري زمینې برابرې شي."
نوموړي وویل چې، دغه زده کوونکو په تېرو څو میاشتو کې د کمپیوټر، انګلیسي ،برېښنا،موټر،ساختمان او خیاطۍ په برخو کې زده کړې کړي دي.