پوتین د لانجمن پل پرانیستو مراسمو کې ګډون کوي
![پوتین د لانجمن پل پرانیستو مراسمو کې ګډون کوي](https://gdb.rferl.org/E1D66218-7BA4-4386-820C-8D78A1807981_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين نن د يوه لانجمن پله د رسمي پرانېستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
دغه پل د روسيې عمده قلمرو د اورګاډي په ذريعه له کريميا سيمې سره تړي، چې روسيې اشغال کړې ده.
اوکراين، د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د روسيې له خوا د دغه پله رغونه غندلې ده او ويلي يې دي دا د اوکراين له ملي حاکميت څخه سرغړونه ده.
د ګرانډ سرويس اکسپرس په نوم د رېګاډو يوې خصوصي کمپنۍ په نومبر مياشت کې اعلان کړى و، چې لومړنى رېلګاډى به يې د روسيې له سنټ-پټرزبورګ څخه د ډیسمبر پر ٢٣مه سيواستيپول ته روان شي.
د دې کمپنۍ په خبره دغه رېلګاډى به په څه باندې ٤٣ ساعتونو کې ٢٧٤١ کيلومټره مزل وکړي.
د پله پر رغولو ٣ اعشاريه ٧ مليارده ډالره ګول شوي او د اروپا تر ټولو اوږدو پلونو بلل کېږي.