ملي امنیت شورا: د لویو لارو امنیت ټینګښت ته دې پام وشي
د افغانستان د امنیتي ادارو مشرانو پرون د لویو لارو د امنیت د خوندي ساتلو په مسله بحث کړی.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې باید د افغانستان د لویو لارو امنیت ته پام وشي او پرېنښودل شي چې په لاره تېرېدونکو خلکو ته ستونزې پیدا شي.
د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو مشرانو د لویو لارو په تېره بیا شمال ته د غځیدلې لارې د امنیت په اړه چې اندېښنې یې را پورته کړې وې ځینې اقدامات کړي.
د افغانستان په لویو لارو وخت ناوخته وسله وال مخالفین د موټرو مخه نیسي یا پر امنیتي کاروانونه بریدونه کوي چې مرګژوبله هم اړوي.
طالبانو تازه پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې کابل – کندهار په لویه لار د غزني په قره باغ او شلګرې ولسوالیو کې د دولتي عسکرو په کاروان برید کړی.
دوی ادعا کړې چې ۱۶ سرتیري یې وژلي او موټر یې هم ور تخریب کړي.