چارواکي: د کونځلو (کُنجدو) غوړي نړیوال شهرت پیدا کوي
![چارواکي: د کونځلو (کُنجدو) غوړي نړیوال شهرت پیدا کوي](https://gdb.rferl.org/86C5FE6C-C732-44DE-BC2B-F9F7D266C1DF_cx0_cy12_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان د کونځلو یا کنجد غوړي نړیوال شهرت پیدا کوي.
دا خبره د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور پرون په جوزجان کې ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل هڅه کوي چې دا غوړي د هرات د زعفرانو په څېر نړیوال بازار پيدا او مشهوره شي.
هغه وویل: "لکه څنګه چې زموږ د هرات زعفران نړیوال شهرت لري موږ کولای شي په دې اړه په جوزجان کې هم یو کار وکړو او د کنځلو یا کنجدو غوړ یې تقویت کړو او یو پروګرام مو ورته برابر کړی هم دی."
کونځلې یا کُنجدو بوټي له پخوا په افغانستان کې کرل کیږي او په جوزجان کې هم بزګر په لویه کچه دا نبات په پیمانه په للمي او ابي شکل کري.
د کونځلې غوړ په نړیواله کچه په نباتي غوړیو کې لومړی مقام لري او هند، چین، سوډان او مکسیکو کې یې لوی تولیدونکي دي.