د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې اووه دولتي سرتېري وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې لږترلږه اوه سرتیري په شمالي ولایت بلخ کې پریوې امنیتي پوستې د د ولت د وسله والو مخالفو په حمله کې وژل شوي دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن ازادي راډیو وویل: "وسله والو دا حمله د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ پریوې امنیتي پوستې کړې چې په نتیجه کې یې اوه سرتیري وژل شوي او درې سرتیري او د ملي امنیت درې تنه کارکونکي هم ټپیان شوي دي".
د ښاغلي امان په وینا په دې اړه چې دغه حمله څه ډول شوې پلټنه پیل شوې ده.
طالبانو چې د بلخ په دې ولسوالۍ کې فعال دي، د دغې حملې مسولیت یې هم اخیستې دی.