د ایران د صوفې طریقې مشر نورعلي تابنده ومړ
د ایران د صوفې طریقې ستر مشر نورعلي تابنده د ۹۲ کلنۍ په عمر ومړ.
صوفي طریقه په دې هیواد کې یوه ستره مذهبي فرقه ګڼل کېږي.
د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپورله مخې تابنده چې د تهران په مهر روغتون کې د اکټوبرله ۳۱ راهیسې بستر و، مړ شوی دی.
تابنده د نعمت الاهی ګنابادي د صوفي طریقې مشر و چې په ټول ایران کې پیروان لري خو ډیری پیروان یې د دې هېواد په شمال ختیځ خراسان ولایت کې دي.
تابنده د کلونو په جریان کې ډیر ځلې د ایران د رژیم له خوا زنداني شوی او پیروانو یې هم چې په ګنابادي درویشانو مشهور دي، په منظم ډول د ایران د رژیم له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړي دي.
صوفیزم په ایران کې منع دی او د بشري حقونو د مدافع ډلو په وینا د دې طریقې پیروان تل د رژیم له خوا ځورول شوي او ورسره تبعیضي چلند شوی دی.