چارواکي: ناپېژندو کسانو ایران پولې ته نږدې اسلام قلعه کې ۳ کسه وژلي
د هرات امنیتي چارواکي وایي، ایران پولې ته نږدې د اسلام قلعه په بازار کې درې تنه په ډزو وژل شول.
د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده پرون د دې پیښې په اړه ازادي راډیو ته ووویل: "نن له غرمې مخکې شاوخوا یولس بجې درې تنه چې ویل کیږي کمیشن کاران ول، د کهسان ولسوالۍ مربوط د اسلام قلعه بازارکې د ناپېژندو وسله والو په ډزو ووژل شول."
د ښاغلي ولیزاده په وینا وسله وال د پيښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او تراوسه د دې پېښې انګیزه هم نده معلومه.
تراوسه چا یا کومې ډلې هم د دې پېښې مسولیت اخیستی دی.