ټرمپ په بهرنیو هېوادونو کې خپلو ځینو سرتېرو سره خبرې کړي
![ټرمپ په بهرنیو هېوادونو کې خپلو ځینو سرتېرو سره خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/D4D7CE2C-5BB7-4510-9AA5-040340301102_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان او نورو هېوادونو کې د خپل هېواد له یو شمېر سرتېرو سره خبرې کړي او هغوی ته یې د کریسمس مبارکي ویلې.
ښاغلی ټرمپ چې د کرسمس د رخصتیو لپاره په فلوریډا کې خپل استوګنځای ته تللی، پرون یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د اردو د ټولو پنځو څانګو له یو شمېر غړیو سره چې له امریکا بهر ځای پر ځای دي خبرې کړي.
ولسمشر ټرمپ دې پوځیانو ته په خطاب کې هغوی ته د ښه کرسمس هېله کړې.
د امریکايي نظامیانو په هغه ډله کې چې ولسمشر ټرمپ ورسره غږیدلی، په افغانستان کې میشت د امریکا سمندري ځواکونه، همدارنګه په کویټ، عدن خلیج کې میشت امریکايي ځواکونه، په میسوري ایالت کې د امریکا د هوايي ځواک یوه اډه او په الاسکا کې د ساحلي ساتونکو یو مرکز شامل دي.
ټرمپ په دې خبرو کې د خپل هېواد سرتېري د داعش د خلافت د نړولو او د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو له کبله ستایلي دي.
دا مهال په افغانستان کې شا او خوا ۱۲ زره امریکايي سرتیري میشت دی، چې شا او خوا پنځه زره یې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې په مستقیمه توګه ښکېل دي.
ولسمشر ټرمپ له امریکايي ځواکونو سره په دې ویډیويي خبرو کې په امریکا د اقتصاد د ښه کېدو او په نوې میلادي کال کې د سرتېرو د تنخواګانو د زیاتېدو په اړه هم وغږیده.
ولسمشر ټرمپ د خپلو سرتېرو مننه وکړه او ویې ویل: "تاسو هغه څه چې موږ یې غوښتونکي یوو ممکن کړل."