د ایران په اعتراضونو کې د وژل شوي کس د کورنې غړي نیول شوي
![د ایران په اعتراضونو کې د وژل شوي کس د کورنې غړي نیول شوي](https://gdb.rferl.org/8D9FCB11-4DC7-446B-88BF-84FDB8EB3734_cx0_cy19_cw0_w800_h450.jpg)
ایران د هغه ځوان د کورنۍ غړي نیولي چې تیره میاشت په دې هیواد کې د تیلو د بیو د لوړېدو پر ضد اعتراضونو کې ووژل شو.
دا اعتراضونه چې د ایران تر سلو زیاتو ښارونو ته پراخ شول د رژیم له خوا سخت وزپل شول.
د مهر نیمه دولتي خبري اژانس پرون د یوې خبرې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د پویا بختیاري کورنۍ له چارواکو سره خبرو لپاره وربلل شوې وه.
د مهر د راپور په حواله وروسته څرګنده شوه چې ددې کورنۍ غړو د انقلاب ضد پروژه پرمخ وړله او د ایران ضد فعالیتونه یې کول.
مهر خبري اژانس پرته له دې چې ووايي، د پویا بختیاري د کورنۍ کوم غړي نیول شوي، ویلي: "دا عناصر په قضايي حکم او د خلکو د امنیت د تامین په هدف او د هغو کسانو په خاطر چې بلواګانو کې زیان ور اوښتی، نیول شوي دي."
د بختیاري کورنۍ یو خپلوان بهمن صادقي پرون فردا راډیو ته وویل، د پویا بختیاري مور پلار او د انۍ په شمول د کورنۍ څو غړي نیول شوي دي.
بهمن صادقي وویل: "د اروا ښاد پویا بختیاري مور ناهید شیرپیشه، پلار یې منوچهر بختیاري، ورونه یې، بوډۍ انۍ او د کورنۍ څو نور غړي یې نیول شوي دي."
د دې کسانو د ساتنې ځای څرګند نه دی.
پویا بختیاري ۲۷ کلن و چې د تهران لویدیځ کې پراته کرج ښار کې د نومبر میاشتې نمايي کې د اعتراضونو پر مهال ووژل شو.
دا اعتراضونه وروسته له هغې په ټول ایران کې راپورته شول چې حکومت تېل په ځېره او بیې یې لوړې کړې.