عراق پارلمان د ټاکنو نوی قانون تصویب کړ
د عراق پارلمان د ټاکنو نوی قانون تصویب کړ چې هدف یې خپلواکو سیاستوالو ته د څوکیو د ګټلو ښه چانس ورکول دي.
په عراق کې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنه د ټاکنو عادلانه کول دي.
په نوې قانون کې د عراق اتلس ولایتونه هر یو په څو ټاکنیزو حوزو ویشل شوی، او د سل زره کسانو پر سر یو استازی ټاکل کېږي.
د عراق نوی ټاکنیز قانون همدارنګه د سیاسي ګوندونو لپاره دا ستونزمنوي چې په یو مشخص ولایت کې په اسانه ټولې څوکۍ وګټي.
د اکټوبر راهېسې په عراق کې د چارواکو د درغلیو، د کار د نشتوالي او له شته سیاسي سیستم څخه د مایوسۍ له کبله خلکو پراخ اعتراضونه پیل کړل.
له ناکراریو په ډکو دې اعتراضونو کې تر اوسه تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي.
اعتراض کونکو نه یوازې د ټاکنو د نوي قانون غوښتنه کړې بلکې د ټول سیاسي سیستم بدلون او د خپلواک صدراعظم ټاکل غواړي چې په سیاسي ګوندونو پورې تړلی نه وي.
صدراعظم عادل عبدالمهدي تیره میاشت د معترضانو له خوا د فشار په ترڅ کې استعفا وکړه، خو لا هم د سرپرست په توګه کار ته دوم ورکوي.