په غزني کې په ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي
![په غزني کې په ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي](https://gdb.rferl.org/1E599491-19F6-429A-A550-05662A564D01_w800_h450.jpg)
د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې نن مازدیګر په ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي دي.
د غزني د ترافکیو مدیر منیراحمد بختیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی ته ور رسېدلي معلومات ښيي چې په پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي دي.
ښاغلي بختیار وویل، د ګازو یو ټانکر او سراچه ډوله موټر ټکر کړی.
د لویې لارې موټر چلوونکي هم وايي چې په پېښه کې پنځه سړي، درې ښځې او څلور ماشومان مړه شوي دي.