د ترکیې په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو کې افغان کډوال هم مړه شوي
![د ترکیې په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو کې افغان کډوال هم مړه شوي](https://gdb.rferl.org/6108E660-5900-4E13-82A2-0C66C2BC1080_w800_h450.jpg)
د ترکیې په ختیځ سواحلو کې نن د یوې کشتۍ د ډوبیدو په پيښه کې د افغانانو په ګډون اوه کډوال مړه شوي دي.
د ترکیې حکومت په یوه بیان کې وویل چې دا پیښه د ترکیې د بیتلس ولایت ختیځ په وان خلیج کې شوې.
په بیان کې ویل شوي چې په دغه کشتۍ کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش ۷۱ غیرقانوني کډوال سپاره چې اوه یې مړه شوي او نور یې ژغورل شوي دي.
په بیان کې په دې اړه چې د قربانیانو څو یې افغانان دي نورجزیات نه دي ورکړل شوي.
رویترز د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې راپور ورکړی چې تېر ۲۰۱۸ کال ۲۶۸ زره غیرقانوني کډوال په ترکیه کې نیول شوي دي.