د تاجکستاني سرحدي سرتېرو ډزو درقد ولسوالۍ کې درې کسان وژلي
![د تاجکستاني سرحدي سرتېرو ډزو درقد ولسوالۍ کې درې کسان وژلي](https://gdb.rferl.org/CAC212E0-5B57-4792-9628-49AD1A652EE6_w800_h450.jpg)
د افغانستان د شمال ختیځ تخار ولایت چارواکي وايي، د تاجکستان د سرحدي ځواکونو په ډزو د درقد ولسوالي درې اوسېدونکي وژل شوي دي.
د تخار د والي ویندوی محمدجواد هجري ازادي راډیو ته وویل، تاجکستاني سرتېرو پرون ماسپښین ناوخته د درقد ولسوالي پر طاهریان سیمه ډزې وکړې چې پر وژل شویو سربېره دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.
ښاغلي هجري وویل، د طاهریان سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده او له همدې کبله په دې اړه څه نه شي ویلی چې تاجکستاني ځواکونو ولې پر دې سیمه ډزې کړي دي.