د بادغیس یوې مدرسې کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري په تور ۱۸ کسان نیول شوي
د بادغیس امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یوه مدرسه کې پر یوې ماشومې نجلۍ د جنسي تجاوز په تور یې ۱۸ تنه نیولي دي.
د باغیس د امنیت امر شېراقا الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې له والي، څارنوالانو او د ښځو د چارو له ريیسې سره یوځای د پېښې ځای ته لاړ او اتلس تنه یې ونیول.
"موږ د نجلۍ د کورنۍ د ادعا پر اساس ۱۸ تنه طالبان چې هملته یې درس وایه، ونیول او امنیه قوماندانۍ ته مو راوستل."
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویندوی او غړي شکرالله مشکور هم پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د دې پېښې له خبرېدو وروسته یې د هغې په اړه څېړنې پیل کړي دي.
ده د افغانستان له عدلي او قضايي اورګانونو وغوښتل چې د دې پېښې په وړاندې له سُستۍ څخه کار وانخلي او مجرم یا مجرمانو ته داسې سزا ورکړي چې د نورو لپاره عبرت شي.