چین افغانستان ته د صادرونکو هېوادونو په کتار کې لومړی ځای خپل کړ
چین افغانستان ته د صادرونکو هېوادونو په کتار کې لومړی ځای خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې پاکستان دغه ځای درلود او ایران هم افغانستان ته له عمده صاردونکو هېوادونو شمېرل کېده.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې ویاند جان اقا نوید ازادي راډيو ته وویل، چې د چین بازرونه افغانانو ته تر ډيره ارزانه تمامیږي او ډيری افغانان هم د ارزانۍ له امله چینايي ټوکي اخلي.
هغه زیاته کړه: “له چین څخه د کالیو واردات زیات شوي دي، تر ډېره الکترونیکي وسایل انتقالیږي او دلیل یې دا دی چې له چین څخه وارېدونکي وسایل ارزانه دي.”
نوموړي وویل، چې هند او ترکیه په ترتیب سره دویم او درېم ځای لري.
د ښاغلي نوید په خبره، سږکال ډېری الکترونیکي مواد له چین او نور د اړتیا وړ توکي له ترکیې او هند څخه وارد شوي دي.
افغانستان ډېری خام مواد له ایران څخه واردوي.
د سوداګرۍ خونې په وینا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ کچه ټيټه شوې او پرځای یې له چین، ترکیې او هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده.