چارواکي: ارزګان کې ۵ طالبان وژل شوي
افغان سیمه ییز چارواکو په ارزګان کې د ۵ طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د ۲۰۵ اتل قول ادرو مسؤلین خبر ورکوي چې تېره ورځ ناوخته د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو بریدونه کړي چې پرمهال یې ۵ وسله وال طالبان وژل او ۷ نور ټپیان دي.
د دغه قول ادر ویاند محمد صادیق عسی ازادي راډيوته وویل چې یاد وژل شوي کسان د ملا عبدالله او ملاحیمد الله کسان دي.
دی وايي، دغلته یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځ وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.