د هرات اټک لوبډله د افغانستان د اتو زونونو د فوټباله اتله شوه
د افغانستان د اتو زونونو په کچه د فوټبال پیل شوې سیالۍ د هرات اټک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
تېره ورځ ناوخته د دې سیالیو په پایلوبه کې د هرات اټک او د هلمند د هلکانو لیسې لوبډله د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې چې ۲ د صفر په وړاندې د هرات اټک لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو درېیم مقام د پنجشېر پیروزي او څلورم مقام بیا د فاریاب خراسان لوبډلي خپل کړ.
تېر کال بیا په په یادو سیالیو کي د هرات سرخ پوشانو د کابل سرې میاشتې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه وه.