پاکستان کابل کې خپله قونسلګرۍ پرانیسته
![پاکستان کابل کې خپله قونسلګرۍ پرانیسته](https://gdb.rferl.org/44683943-6475-41F9-B4BE-8C2AF03EE0C7_w800_h450.jpg)
پاکستان نن یکشنبه په کابل کې خپله کنسولګري بېرته پرانیسته.
په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوی به د ورځې یو نیم زر ویزې افغانانو ته اجرا کوي.
سلګونه کسان چې پکې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي په کابل کې د پاکستان سفارت مخته انتظار باسي څو ویزې ترلاسه کړي.
له دې مخکې شاوخوا دوه میاشتې په کابل کې د پاکستان د سفارت قونسلي څانګه د سیاسي او ډپلوماټیکو لانجو په خاطر تړلې وه.
پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې سر له یکشنبې په کابل کې خپله قونسلګري بېرته پرانیزي.
دا وروسته له هغه چې په پېښور کې افغان سفارت هم خپله قونسلګري پرانیستله.
د افغانستان سفارت په پېښور کې د افغان مارکیټ د لانجې په اعتراض خپله قونسلګري تړلې وه.