د ټاپي پروژې په لار کې د جایدادونو استملاک
![د ټاپي پروژې په لار کې د جایدادونو استملاک](https://gdb.rferl.org/22A2513A-3FBB-4910-AFEB-FB99686F69FC_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د ټاپي پروژې په لاره کې د جایدادونو د استملاک خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري ازادي راډيو ته وویل، چې د ټاپي پروژې پر لار کې څه باندې ۱۲ کلیومټره ځمکه تخنیکي،تصفیه او تثبیت کېږي.
نوموړي وویل، چې ډير ژر به دغه بهیر په هرات کې بشپړ او فراه، کندهار، هلمند او نیمروز کې به پیل شي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هندوستان ته لېږدوي.
د ګازو دا پایپلاین د افغانستان د پنځه ولایتونو له ۲۲ ولسوالیو تېرېږي.