احمد ضیا سراج د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند وټاکل شو
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمد ضیا سراج نن د اپرېل په لومړۍ نېټه د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند غوره کړ.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې سراج په وروستیو ۱۸ کلونو کې د ملي امنیت ریاست په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ضیا سراج په وروستیو کې د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرستي کوله.