پکتیا کې د کویډ ۱۹ ناروغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېږي
په پکتیا کې د کرونا په ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سل بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې. د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکو له څه مودې راهیسې په دې ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو غوښتنه کوله، چې نن د دوشنبې په ورځ یې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه سل بستریز روغتون د جمهوري ریاست د ملي پراختیا څخه د ملاتړ د عملیاتي ادارې لخوا جوړېږي، چې چارې یې په نږدې یوه میاشت کې بشپړې شي. Читать дальше...