د خامنه اي د سپکاوي په تور ايران کې ۲ رسنيز فعالان نيول شوي
د ایران حکومت د نیمه رسمي خبري اژانس ایلنا مدیر مسئول او د ټولنیزو رسنیو مدیر يې په دې خاطر نیولي چې د دې هېواد د مشر کارتون یې خپور کړی و. د رسنیو دا دوه مسئولین د خپل هېواد مشر ته د سپکاوي په تور توقیف شول. دا کارتون چې ګواکې د ایران تر ټولو ستر مشر یې سپک کړی، تر خپرېدو سمدستي وروسته حذف شو. مسعود حیدري د ایلنا مسئول مدیر دی او پر ضمانت خوشې شو. حامد حقجو د دې اژانس د تلګرام ټولنیزې رسنۍ د څانګې مدیر دی او تر اوسه په بند کې دی. د تهران څارنوال علي القاسي مهر پرون د اپرېل په ۲۷مه نېټه... Читать дальше...