روسيې له بهره د خپلو وګړو ستنول ځنډولي
روسیې له نورو هېوادونو د خپلو هغو زرګونه وګړو د راستنولو بهیر ځنډولی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د الوتنو د فسخ کېدو له کبله ګیر پاتې دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې چارواکو پرون د اپریل په ۴ نېټه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ټولې هغه الوتنې د اوس لپاره ځنډېدلي چې له بهره د دې هېواد وګړي پهکې راتلل، خو د صدراعظم مرستیالې تاتیانا ګوليکووا وروسته وویل چې حکومت د خپلو وګړو د راوستو د چارې د ښه سمون لپاره په دې برخه کې لنډه وقفه اخیستې ده.
مېرمن ګولیکووا وویل، حکومت به د اپرېل تر شپږمې پورې د الوتنو د لاښه تنظیم لپاره یو نوی مهالوېش جوړ کړي، خو نوموړي دا په ډاګه نهکړه چې نورو هېوادونو کې دېره روسان به څه وخت خپل هېواد ته ولېږدول شي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې اوسمهال له ۳۰ زرو زیات روسان په بهر کې دېره دي، خو د صدراعظم مرستیالې په خپلو بېګانیو څرګندونو کې وویل ۲۶ کسان روسیې ته د ستنېدو هڅه کوي.